ملګري ملتونه۔ 15فروری(اے پی پی) پاكستان وئيلي دي چې نړيواله ورورولي دې كورونا وائرس وباﺀ نظر كښې نيولو سره تلپاتې پرمختيائي هدفونو 2030 ته رسېدو لپاره زياته نه زياته مرسته وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عامر خان د ملګرو ملتونو د اقتصادي او سماجي كونسل (ای سی او ایس او سی) كمېشن غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د بې وزلۍ ختمول د تلپاتي پرمختګ (اېس ډی جی)اولنې او د لوږې ختمول دويم هدف دے كوم ته رسېدلو لپاره به چې په نړيواله كچه زياتې سټرې او مرسته كول وي۔ هغه ووئيل بې وزلي كمول او په غذائي عدم تحفظ قابو موندل زمونږ د حكومت د فلېګ شپ پروګرام احساس مهم مقاصد دي۔ هغه ووئيل سره د كمو وسائلو وزيراعظم عمران خان د بې وزله او كمزورې طبقې يو كروړ 20 لكه كسانو ته د احساس پروګرام لاندې نېغ په نېغه ادائيګۍ لپاره د 8 بلينه ډالرو پېكج وركړو۔ هغه ووئيل د سمارټ لاك ډاؤن پالېسيو 12 ملین كورنيو ته فوري ريليف رسولو سره د خلكو ژوند او روزګار بچ كړو۔ د پاكستان په پرمختيائي تګلاره كښې پناه ځايونه ٬ بې وزلو ته د روغتيا وېړيا آسانۍ وركول ٬ د ځوانانو په خپلو پښو ودرولو پروګرام او كرونده ګرو ته ټارګټډ سبسډي وركول شامل دي۔ پاكستاني استازي په دې خبره اندېښنه ښكاره كړه چې د سماجی پرمختګ نړيوالې سرمشريزې غونډې 20 كاله تېرېدو باوجود هم پېشرفت سست او ناوړه پاتې شوې دې۔ پرمختګ كوؤنكي هېوادونه د بې وزلۍ مخنيوي او د سماجي تحفظ پروګرامونو لپاره زيات مالي وسائلو او لېكويډټي ته اړتيا لري۔ هغه د وسائلو په متحرك كولو زور راوړلو سره ووئيل په خاص توګه د قرضونو ری شېډولنګ، د 0.7 فیصد آفیشل ډوېلپمنټ اسسټنس (ODA) هدف بشپړ كېدو ، په نوي خصوصي ډرائنګ رائټس كښې د 650 بلین ډالره يو وارې بيا وېش او د آئي اېم اېف لخوا لويې مالي مرستې په څير اقدامات هم ضروري دي
نړيواله ورورولي دې كورونا وائرس وباﺀ نظر كښې نيولو سره تلپاتې پرمختيائي هدفونو 2030 ته رسېدو لپاره زياته مرسته وكړي۔ پاكستان
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔