اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاكستان د يو باور وړ ملګرې او شراكت دار په حيثيت سري لنكا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د سري لنكا بحريه كمانډر وائس ايډمرل نشانتھا اولوګيټن سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې ده سره ليدلې ؤ۔ وزيراعظم په فروري 2021 كښې د سري لنكا خپلې دورې ياد تازه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ قوي اړيكو او په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې په كوټلې ډول اپ ګريډ كولو د پاكستان د خواهش پخلې وكړو۔وزيراعظم ووئيل امنيتي او دفاعي مرسته د پاكستان او سري لنكا د اړيكو مهمه برخه او سيمه كښې امن او استحكام عنصر ؤ۔ وزيراعظم ووئيل زه د سري لنكن قيادت د پاكستان دورې ته سترګي په لاره يم۔ د سري لنكا وائس ايډمرل نشانتھا اولوګيټن د دواړه هېوادونو ترمينځه په نزدې مرسته اډانه اړيكو زور راوړو او په نړيوال او سيمه ايز فورمز ئې په حمايت كولو د پاكستان مننه وكړه
پاكستان د يو باور وړ ملګرې او شراكت دار په حيثيت سري لنكا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں