اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د پانامه په كيس كښې پلټنو لپاره د سترې محكمې په حكم جے ټي آئي ته يوازې وړاندې شو٬د سلګونو په شمېر كاركنان د جوډيشل اكېډمۍ په خوا كښې موجود وو۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم د وړاندې كېدو په موقع د ده زوې حسېن نواز د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف٬د شهباز شريف زوې حمزه شهباز شريف٬د وزيراعظم زوم كېپټن(ر)محمد صفدر٬د وزيراعظم د سياسي سېكتر آصف كرماني او پرنسپل سېكتر فواد حسن او نور چارواكي موجود وو۔وزيراعظم كاركنانو ته لاس وچت كړو كوم چې د يو والي څرګندونې لپاره په لويه شمېره راجمع شوي وو۔وزيراعظم شپږ كسيزه ډلې ته يوازې وړاندې شو۔وزيراعظم سره د يو والي څرګندونې لپاره په لويه شمېره وكيلان هم راجمع شوي وو۔كاركنانو د تحريك انصاف مشر عمران خان په ضد نعرې هم ووهلې۔د فېډرل جوډيشل اكېډمۍ د ودانۍ په خوا كښې د امنيت سخت انتظامات شوي وو
وزيراعظم جے ټي آئي ته يوازې وړاندې شو٬د سلګونو په شمېر كاركنان د جوډيشل اكېډمۍ په خوا كښې موجود وو
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن