اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د پاكستان قامي يوالي كونسل لخوا د پاكستان جشن آزادۍ دستورې پېل شوې دي او په دې لړ كښې د اسلام آباد ماډل كالج پوسټ ګرېجوېټ مارګله اېف سېون فور كښې د ملي نغمو مقابله شوه چې پكښې زده كوونكو انجونو ګډون وكړو او ملي نغمې ووئيلې۔ په دې موقع د وفاقي نظامت تعليم ډائرېكټر جنرل حسنات احمد قریېشي خاص مېلمه ٶ او د پاكستان قامي يوالي كونسل چيئرمېن نسیم احمد عثماني هم موجود ٶ۔ خپله وېنا ده وئيل تنظيم هر كال د 14 اګست په موقع داسې ډول دستورې په باقاعدګۍ سركوي۔ ده ووئيل دا دستورې به تر يوې اوونۍ دوام لري او په كښې به د جشن آزادۍ په لړ كښې مضمون نويسۍ ٬ تقريرونه او د پېنټنګز مقابلې هم كولې شي چې مقصد ئې ځوانانو كښې هېواد سره د مينې جذبه نوره زياتول دي ځكه چې هم دوي زمونږ سباٶن دے او مونږ باور سره وئيلي شو چې د پاكستان سباٶن روښانه دے
د پاكستان قامي يوالي كونسل لخوا د پاكستان جشن آزادۍ دستورې پېل شوې
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش