كراچي 20 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي پخواني حك??مت په درې نيمو كلونو كښې د پرمختګ يوه هم منصوبه نه ده پیل كړی او نه يې اولس ته رېليف وركړے٬ لهذا اوس سياسي او اقتصادي لحاظ څخه هېواد د سختو حالاتو نه تېرېږي٬هېواد خالي او برباد كوونكې اوس د وفادارۍ او د غدارۍ سرټيفيكېټ تقسيموي٬كله چې تېر حك??مت ته پته ولګېده چې حك??مت روان دے نو هغوي د پیټروليم مصنوعاتو بيعو كښې اضافه ونه كړه٬د غريب كس د مشكلاتو احساس لرو ځكه د لګژري څيزونو په درآمد بندېز لګولے شوے چې دغسې د كال 4 اربه ډالره بچ كړے شي٬په سولر به ټېكس كم شي٬دوست هېواد پور رول اوور كوي٬چين د نمر او سيلۍ څخه د پرېښنا لپاره سرمايه كارۍ كولو ته چمتو دے۔د جمعې په ورځ په كراچۍ كښې د صنعت او تجارت په ايوان كښې د وېنا كولو په مهال وزيراعظم ووئيل چې ما كله د وزيراعظم سوګند پورته كړو نو ډالر په 189 ؤ ٬هم دغه ورځ 8 روپۍ ارزان شو او په سټاك ماركيټ كښې هم تندوالے راغلو٬زه دلته كوم پوائنټ سكورنګ له نه يم راغلے خو چې كله تېر حك??مت ته پته ولګېده چې د عدم اعتماد تحريك به كامياب شي نو هغوي ته كوم چالاك مشوره وركړه چې د پېټروليم مصنوعات په بيعه كښې اضافه ونه كړې او دغسې د راتلونكي حك??مت لپاره يې جال خپور كړو۔ده ووئيل په درې نيمو كلونو كښې پخواني حك??مت اولس ته د پیټرول٬د خوراك تېلو٬چينو او غوړو پشان ضروري څيزونو په مد كښې د يوې ټكې رېليف ورنه كړو او نه يې د پاكستان معاشي اقتصادي او سماجي پرمختګ لپاره كومه پروژه جوړه كړه او 22 زره اربه روپۍ پور ئې واخستو ٬ هغه مهال په هېواد كښې كوم اړے ګړے نه ؤ ٬ ده ووئېل د نيازبين حك??مت او نيازبين ته هغه ملاتړ ترلاسه شو كوم چې د پاكستان په 75 كلونو تاريخ كښې نه چاته ترلاسه شوے او نه به شي۔ده ووئېل كه زمونږ كوم هم حك??مت ته 30 ??يص??ه هم هغسې مرسته ترلاسه شوه نو پاكستان به د توغندي غوندې ترقي وكړي٬په دې كښې كومه بله رائے نشته او نه دا خيالي خبره ده۔ده ووئيل مونږ په سي پیك كار تند كړے ؤ ٬مونږ د لوډش??ډن?? مسئله حل كړې وه٬د پنجاب پورټ قاسم پشمول په بېلو ځايونو مونږ د برېښنا پروژه پیل كړې٬ونډمل او پن برېښنا د هېواد ضرورت دے۔ده ووئيل چې څومره په تندۍ د ارزانې برېښنا پروژې مونږ لګولي په تاريخ كښې د هغې مثالونه نه موندلے كېږي٬زمونږ د اقداماتو په سبب د هېواد څخه لوډش??ډن?? ختم شوے ٬ خو د تېر حك??مت د كرپشن او نااهلۍ په سبب لوډش??ډن?? يو ځل بيا پیل شو۔ ده ووئېل تېر حك??مت چې كومه په اربونو ډالرو قرض اخستے هغه چرته دے۔ده ووئيل تېر حك??مت په دريو نيمو كلونو كښې د پرمختګ يوه پروژه هم نه ده پېل كړی ٬هېواد خالي او برباد كوونكې اوس د وفادارۍ او د غدارۍ سرټيفيكېټ تقسيموي۔ده ووئيل مونږ له به شپه او ورځ محنت كول و??۔و??يراعظم د سندھ په حك??مت زور راوړو چې هغوي د اتحادي ګوندونو او كاروباري ورورولۍ سره په ګډه منصوبې جوړې كړي او د سعودي عرب د يو ارب ډالرو سرمايه كارۍ ډالۍ څخه ګټه پورته كولو له ډي سیلینیشن پلانټ ولګوي٬په ټولو صوبو كښې دې آئي ټي ټاور جوړ كړے شي او ځوانانو له دې تربيه وركړی شي ٬ دغسې آئي ټي زمونږ د ټولو لويې صنعت جوړېدے ش??۔و??يراعظم په سولر د 17 ??يص??ه ټېكس ختمولو اعلان هم وكړو۔ده ووئيل تر څو چې لوي څښتن ژوند راكړے د خادم په توګه به د قام خذمت كوم۔
پخواني حكومت په دريو نيمو كلونو كښې د پرمختګ يوه هم پروژه نه ده پېل كړی ٬هېواد خالي او برباد كوونكې اوس د وفادارۍ او د غدارۍ سرټيفيكېټ تقسيموي۔ د وزيراعظم شهباز شريف كراچۍ كښې د صنعت او تجارت په ايوان كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال