د وزيراعظم لخوا پېښه كښ?? د ككړو په ضد د سختې كاروائۍ باوري كولو هدايت
اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده څخه ئې چېلاس كښ?? د انجونو سكول سوزېدو پېښې تفصيلات معلوم كړل۔ د وزیراعظم سېکرټېرېټ لخوا د خالي په ورځ د جاري كړې شوي بيان ترمخه اعلی وزير وزيراعظم چيلاس كښ?? د انجونو سكول سوزولو پېښې پلټنيو كښ?? د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔ اعلی وزير ووئيل پېښه كښ?? د ككړو كسانو زر تر زره په ګوته كولو او د دوئي قانون سره مخ كولو له كوټلې هڅې كولې شي۔ وزیر اعظم د پېښې په سختو ټكو كښ?? غندنه كولو سره ووئيل انجونې د زده كړې اسانيو څخه محرومه ساتل او د سكولونو سوزولې هڅې په هېڅ ډول د قبلولو نه دي۔ ده ووئ??ل دې پېښه كښ?? د ككړو په ضد دې د قانون ترمخه سخته كارروائي باوري كړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د پېښې پلټنيو كښ?? د روان پېش رفت څخه دې هغه پرله پسې خبر وساتلې شي۔
د لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن سره ټېلېفوني تماس ٬ اعلی وزير وزيراعظم چيلاس كښې د انجونو سكول سوزولو پېښې پلټنيو كښې د شوي شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری