سیالکوټ 19 جولائي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي په ما بهتان او تورونه لګوٶنكو ٬ او ناوړه ژبه ښوځونكو له به قام د كال 2018 په ټولټاكنو كښې ځواب وركوي٬ د يو خوا بلخوا نه سازشونه كوٶنكې ?? وزيراعطم جوړېدو هڅه كوٶنكې ??يا بيا اولس رد كړې٬ پاکستان مو اتومي طاقت جوړ كړے٬ اوس به ئې معاشي قوت جوړوٶ٬ د پرمختګ مخالف دې زمونږ ښپې نه وهي او پاكستان دې مخ په وړاندې تګ ته پرېږدي۔ وزيراعطم محمد نواز شریف دا خبرې د شورو په ورځ په سيالكوټ كښې د ګوند كارمندانو ته د خواجه آصف په استوګنه د خپلې وېنا په مهال وكړې۔۔ په دې موقع وفاقي وزيران٬ د پارلمان غړي په لويه شمېره موجود وو۔ كارمندانو د وزیر اعظم په حق كښې نعرې اووهلې۔ وزیر اعظم خپلې وېنا كښې ووئيل د خواجه آصف پلار زما محسن او يو رښتنے انسان ٶ او خواجه آصف د ھغه خوي څښتن دے٬ ھغه زما اعتمادي او وفادار ملګرے دے۔ ده ووئېل د دي غوندې اولسي نمائنده د مسلم ليګ (ن) لپاره ډېر اهميت لري۔ده وئيل خواجه آصف هر خالي او اتو??ر خپل كلي ته راځي٬ زمونږ دعا ده چې په هره حلقه كښې د ده غوندې نمائندګان وي۔۔ ده ووئيل زما احتساب دې وشي٬ ٬ خو زمونږ د درېو نسلونو حساب روان دے٬ زه د دې هېڅ فكر نه لرم ٬ ده ووئېل كه نن زما احتساب كېږي نو سبا به د دوي هم كېږي۔ ده ووئيل د نواز شریف احتساب دې خامخا وكړې شي خو دا دې ووئيلې شي چې د څه څيز احتساب ٬ و دې وئيلې شي چې نواز شريف چرته ناجائزه مال پېدا كړے۔ زه دوه ځله اعلٰې وزير او درې ځله وزيراعظم پاتې شوې يم ٬ زما په دې دورونو كښې هېڅ بدعنواني نه ده شوې۔ ده ووئيل زه خو د كال 1972 د دور نه حساب وركوم كله چې زه زده كوٶنكې وم او سياست سره مې هېڅ تعلق او واسطه نه وه٬ د ھغې زمانې د مني ټرېل هم پوښتنه كېږي۔ وزیر اعظم پوښتنه وكړه چې ولې تاسو څه پېسې راكړې او مونږ لوټ كړي او يا مو دوبئۍ ته وړلې دي۔ وزیر اعظم ووئيل مونږ ته دې ووئيلې شي چې د كوم ځايه مو پېسه لوټ كړې٬ چرته مو كمېشن خوړلې٬ د كومې منصوبې نه مو خوړلې٬ مونږ كله په قامي خزانه كښې خيانت كړې٬ مونږ خو د دې هېواد سرمايه بچ كړې ٬ اده ووئېل احتساب د سركاري خزانې نه زما د كورني د كاروبار پكار دے ٬ ده ووئېل ستاسو دې نمائنده د پاكستان خېر خواه او د يو يو ټكې ??مېن دے٬ د پاكستان دړد كه زما په زړه كښې نه وې نو د اولس مشر بل كلنټن نه به 5 اربه ډالره د اتومي چاٶدنو په بدل اخستې شوې وو ٬ دا دې خاورې سره د مينې ثبوت دے ٬ده ووئېل تورنه لګوٶنكي دې ووائي چې كعبې ته په كوم مخ به ځي غالب ٬شرم خو تا له مګر نه درځي (ترجمه ) ۔ وزیر اعظم ووئيل كه سیالکوټ مسلم ليګ (ن) سره مينه لرونكے ښار دے نو دا پاكستان سره مينه ده٬ زه په سيالكوټ ډېر مخ لرم٬ دا هېواد سره مينه لرونكي خلق دي۔ ده ووئيل ما ته تر لاهوره د موټروے جوړولو ووئيل شول كومه چې جوړېږي۔ راتلونكې كال به ئې پرانسته وشي۔ وزیر اعظم ځوانان مخاطب كولو سره ووئيل ما سره ستاسو فكر دے٬ زه د بې روزګارۍ د خاتمې او د پاكستان د روښانه كولو فكر لرم ٬ نن پاكستان د تيارو نه بيا رڼا پلو روان دے ٬ مونږ دې لپاره ??په او ورځ كار كوٶ٬ وزيراعظم ووئېل زمونږ مخالفين هم دا فكر لري۔ ده ووئيل په كال 2014 كښې پېل شوې دهرنے نن هم په څه نه څه شكل روانې دي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د 56 اربه ډالرو سرمايه كاري روانه ده چې په تاريخ كښې مثال نه لري۔ ده مخالفينو ته ووئيل د پاكستان خيال وساتۍ ٬ ستاسو د حركتونو په وجه پاكستان وروستو پاتې شوے ٬ كه په كال 1999 كښې مداخلت نه وې شوې نو نن به پاكستان د اول صف په هېوادونو كښې شامل و۔
په ما بهتان او تورونه لګوٶنكو ٬ او ناوړه ژبه ښوځوونكو له به قام د كال 2018 په ټولټاكنو كښې ځواب وركوي
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا