اسلام آباد 21 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د پي ټي آئي حكومت او د وزيراعظم عمران خان د ذات څخه هر يو كرپټ او غل سياستدان ته تكليف دے، د هېواد بقا او پرمختګ لپاره به مونږ د كرپټ او غلو په ضد هم داسې مبارزه روانه ساتو، د نااهل نواز و زرداري پشان د غلو او عوامي مجرمانو په ضد مبارزه د وزيراعظم عمران خان د سياست مقصد او منشور دے، نااهل اپوزيشن د لفافو په مرسته د 3 كلونو نه په اېل اېن جي او ګاز پروپېګنډا كوي. د اتوار په ورځ د بلاول زرداري په بيان په خپل غبرګون كښې ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې تاسو ته تكليف د اولسي ستونزو په وجه نه بلكې د كرپشن خپل دوكان په بندېدو دے. ده ووئيل چې د نااهلو د برېښنا په ګرانو لوظنامو د پرده اچولو ناكامې هڅې كولې شي، نن د اروپا پشمول په امريكا او چين كښې هم د توان بحران دے، حكومت په مشكل وخت كښې هم د 80 نه تر 90 فيصد د خپلو ضرورياتو له مخې د اېن اېن جي حصول ممكن كړے.
د پي ټي آئي حكومت او د وزيراعظم عمران خان د ذات څخه هر يو كرپټ او غل سياستدان ته تكليف دے. ډاكټر شهباز ګل
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2