اسلام آباد 04 جون (اے پي پي)د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه حكومت د موبائل فون صارفينو تحفظ لپاره لوي اقدام پورته كولو سره صارفينو ته د ناخوښه اېس اېم اېس بلاك كولو اجازې وركولو لپاره د پالېسۍ جوړولو عمل پیل كړے۔پي ټي اے به د صارفينو د ډېټا رازدارۍ قوانين سمدستي جاج اخلي٬ وزيراعظم ووئيل د صارفينو پرائيوېسي د وګړو بنيادي آئيني حق دے٬حكومت به د دې خلاف ورزۍ اجازه ورنه كړي۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې د وزيراعظم سټرټېجك ريفارمز صلاحكار سلمان صوفي د پي ټي اے چيئرمېن څخه د موبائل فون صارفينو ډېټا تحفظ او ماركيټز لخوا لېږلے كېدونكو ناخوښه اېس اېم اېس په اړه مشاورت وكړو چې پكښې وګړو ته د ناخوښه اېس اېم اېس بلاك كولو اجازې وركولو سمدستي پالېسي جوړولو ته اتفاق راغلو۔خاص مرستيال ته وزيراعظم د پي ټي اے صارفينو ته د لېږلےكېدونكو ماركيټرز لخوا د ناخوښه اېس اېم اېس سره سره د وګړو د رازدارۍ قوانين سمدستي جاج اخستو سپارښتنه هم وكړه۔ده ووئيل د وګړو پرائيوېسي يو آئيني حق دے او وزيراعظم دا خبره باوري كول غواړي چې د دې خلاف ورزي ونشي۔د پي ټي اے چيئرمېن به وزيراعظم ته د سټرټېجك ريفارمز يونټ نه په دې لړ كښې د شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركوي
د وزيراعظم په سپارښتنه صارفينو ته د ناخوښه اېس اېم اېس بلاك كولو اجازې وركولو لپاره د پالېسۍ جوړولو عمل پیل شو
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون