نوښار 12 فروري (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خان خټك وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د حكومت په ضد عدم اعتماد راوړونكو رد شويو ګوندونو د دوويشت كروړه اولس اعتماد د لاسه وركړے، اپوزيشن كه په اسمبلۍ كښې عدم اعتماد راوړي يا د اسمبلۍ نه بهر كوم تحريك چلوي، د وزيراعظم عمران خان حكومت به په خپل ځائ موجود وي او د اپوزيشن ګوندونو ډرامې به هم داسې روانې وي. د خالي په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل چې بلاول بهټو او مريم نواز په كومه خوله د وزيراعظم عمران خان احتساب غواړي، په خپلو كښې خو يو بل ته وار د مريم نواز مسلم ليګ او د بلاول پي پي پي وركړے، دوي د يو بل په غلا پرده اچولې او د يو بل په ضد ئې مقدمې جوړې كړې دي كومو سره چې نن مخ دي. پروېز خټك ووئيل چې پاكستان ته په وړومبي ځل يو ايماندار قيادت په لاس راغلے.
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب