اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې ، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې حكومت د كوم فرق نه بغېر د ټول هېواد په خدمت باور لري، عمران خان د ټول هېواد وزيراعظم دے او هغه په منفي سياست باور نه لري، د پي ډي اېم د تباهې نه پس د اپوزيشن خوب پوره نه شو، پيپلز ګوند اوس د تعصب سياسي كولي او د سندھ قوم پرستې پخوانې كارډ كاروي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د مېډيا بريفنګ په مهال وكړې. ده ووئيل چې زمونږ د حكومت راتللو نه وړاندې په وروستو درې كلونو كښې په سندھ كښې د وفاقي حكومت پروژو لپاره كېښودل شوې پېسې وګورئ او د تېر كال، سږ كال او د راتلونكي كال موازنه وكړئ نو زمونږ حكومت په درې كاله كښې دې پروژو لپاره د 32 فيصد نه زيات رقم بېل كړے. ده ووئيل چې د كال 2020 او كال 2021م پي اېس ډي پي به سبا د اېن اي سي په وړاندې كېښودلې شي. ده د سندھ وزيراعلٰی مخاطب كولو سره ووئيل چې وزيراعلٰی صاحب ته د سندھي حكومت برخه ئې خو د سندھ د اولس برخه نه ئې او مونږ ته پېسه د سندھ په اولس خرڅ كول دي، د سندھ په حكومت نه. ده ووئيل چې د سندھ حكومت ته چې كومه پېسه تللې، په هڅې په سرے كښې پياوړي محلونه جوړل شوي، په سوئټزر لېنډ كښې د هيرې هارونه هم ترلاسه شوي، په دې په دبئي كښې ټاور هم جوړ شوي او په فرانس كښې جائيدادونه هم جوړ كړې شوي خو دا پېسه په سندھ كښې ونه لګول شوه. وفاقي وزير ووئيل چې حكومت د كوم فرق نه بغېر د ټول هېواد په خدمت باور لري، عمران خان د ټول هېواد وزيراعظم دے او هغه په منفي سياست باور نه لري، د پي ډي اېم د تباهې نه پس د اپوزيشن خوب پوره نه شو
حكومت د كوم فرق نه بغېر د ټول هېواد په خدمت باور لري، عمران خان د ټول هېواد وزيراعظم دے او هغه په منفي سياست باور نه لري، د پي ډي اېم د تباهې نه پس د اپوزيشن خوب پوره نه شو. وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena