اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي نړيواله ورورولي دي د اسرائيل د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزو نوټس واخلي، په دې سخت وخت كښې د پاکستان قام د فلسطينيانو سره ولاړ دے، د اسرائيلي جارحيت،ظلم او بربريت غندنه كوو۔د ټولي نړۍ مسلمانان به د بې ګناه فلسطينيانو قربانۍ بې ځايه تلو له ورنه كري ، د آزاد فلسطيني رياست جوړولو نه غير پوخ امن نه شي راتللے،اسلامي نړۍ له به د فلسطين مسئلې حل كولو له شريكه تګلاره جوړول وي، مونږ غلام رسول يو او په مونږ فرض دي چې فلسطين او کشمير آزادۍ لپاره هر وخت چمتو يو، د وزير اعظم عمران خان مننه كوم چا چې د فلسطينيانو سره د يووالي څرګندوني لپاره ټول قام يو موټے كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعي په ورځ لال حويلي كښې د فلسطين ورځې احتجاجي لاريون ته وينا كښې وكړه۔ په دې موقع پارلماني سيکرټري ايم اين اے شيخ راشد شفيق ،ځاي سياسي ،مذهبي او سوداګرو پشمول اولس په ګڼ شمير كښې ګډون وكړو ۔ شيخ رشيد احمد ووئيل فلسطين او کشمير سره ټول پاکستانيان ولاړ دي۔څه ډول چې د پاکستان ميډيا د فلسطين مسئله رامخي ته كولو له د اسرائيلي جارحيت په ضد غږ پورته كړے زه باور لرم چې ډير زر به د فلسطين مسئله حل شي۔ ده ووئېل د پنډۍ مسئلو حل كولو له د پنجاب وزير اعليٰ عثمان بزدار سره ملاقات شوے ٬ هره اوونۍ به لاهور كښې د پينډۍ مسائلو حل كولو له خبره كوم او ډير زر به د ناله لئي اېكسپرېس وے انسته وكړې شي۔ ده ووئېل مونږ غلامان رسول يو او زمونږ فرض دي چې د کشمير او فلسطين د اولس سره اودريږو۔ د پينډۍ وګړو ته د فلسطين سره د يووالي څرګندوني لپاره لال حويلي ته په راتللو سلام كوم۔ د كورنيو چارو وزير پاك چين په اړيكو خبره كولو سره ووئيل نن 70 كاله پس چين سره زمونږ ملګرتيا په قوي خپلولۍ بدله شوې ۔شيخ رشيد احمد د خپل خطاب نه پس پارليماني سيکرټري شيخ راشد شفيق په مشرۍ كښې اجتجاجي لاريون ويستلو چې پكښې ګڼ شمير وګړو ګډون وكړو دغسې په دې موقع لال حويلي په خوا كښې پاکستان،فلسطين،سعودي عرب،ترکيې،افغانستان او آزربايئجان پشمول د ګڼو هېوادونو بيرغونه لګولې شوي وو او د لال حويلي څلور واړه اړخه د پينډۍ پوليس سخت حفاظتي انتظامات کړي وو او بيلو ځايونو رينجرز او ايليټ فورس حساس ادارو اهلکار تعينات وو ۔اجتجاجي لاريون كښې د ګډون كوونكو د اړخه د اسرائيل په ضد غږونه پورته كېدل۔
د ټولي نړۍ مسلمانان به د بې ګناه فلسطينيانو قربانۍ به بې ځايه تللوو نه ورنه كړي ، د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد لال حويلي كښې د فلسطين ورځې احتجاجي لاريون ته وينا
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha